وروسته بيا تاريخ ته راځم

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

د هېواد مشر بويه دعدل او سياست خاوند وي ډير کلک او پياوړى او سرحدونه ټينګ وساتي دښمنان دي ليرى او دوستان دې ځانته نژدې کړي سلطان مسعود ويلي له بنديانو بندونه ليرې کړئ خو هغوى پوه او عدالت تر دوى پورې ورسيد له دې وروسته بيا تاريخ ته راځم چې دلويو پادشاهانو ړ چارې وکړو .
په دې توګه څرګنديږي چې سلطان مسعود دتاريخ اصولو ته عقيده درلوده اسلام ، عدالت ، فضيلت ، اخلاق او تاريخي اصول ساتل دده ملي فلسفه وه کله چې دا وساتل شي هر څه به سم وي په کمونستي دوره کې ډير ځوانان بې لارې شول کله چې کمونستي پاتې راله بيا ملت پال شول دا لاره دوى ته نوې وه وخت په کار و چې بلد شي .
کله چې د ډالرو ځواک شو بيا يې دديموکراسۍ سندره پيل کړه اوس له هر څه پاتې کيږي ځکه دبش له دورې څه نه دي پاتې .
همدا اوس چې اقتصادي بحران دى او امنيت نشته خلکو کورونه پرېښودل له ګړې ځپليو سيمو څخه وځي جنګسالاران پاتې شول نو ا فغانستان کې يو شى مسلم دى هغه امريکائې او اروپايي پوځونه دي سلطان مسعود په خراسان کې له بنديانو بندونه ليرې کړل له دې امله عدالت تر هر ځايه ورسيد هغه له خکو پوښتنه وکړه چې بې له ويرې شرم او حيا ووايي چې غزنوي دولت څه ډول دولت دى .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*