زلمي خليلزاد:د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکااو طالبانو هوکړه تاييد کړه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکااو طالبانو ترمنځ د لاسليک شوې هوکړې د تاييد لپاره يو پريکړه ليک تصويب کړې

په دې اړه د افغان سولې لپاره دامريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په تازه ټويټونو کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو پريکړه ليک پر دواړو غاړو طالبانو او افغان دولت غږ کړى، چې د باور جوړولو تدبيرونو ته دوام ور کړي او په چټکۍ بين الافغاني خبرو ته لاړشي ډاکټر خليلزاد ويلي دي

“دغه پريکړه ليک ښيي چې نړيواله ټولنه د نړۍ د امنيت په تړاو او افغان ولس ته د سولې، يووالي او حاکميت د ټينگښت په برخه کې زموږ د تګلارې ملاتړ کوي”.

د ډاکټر خليلزاد ټويټ په دې ډول دى

نن د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د هغه تړون چې موږ تیره اونۍ له طالبانو سره لاسلیک کړ او د متحده ایالتونو او افغان دولت ګډې اعلامیې په ملاتړ، د رایو په اتفاق پریکړه لیک منظور کړ.

 

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼې کې ويلي د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو پر سر رامنځته شوى کړکيچ له طالبانو سره خبرو لپاره د یوه ملي پلاوي جوړول ځنډولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ولسمشر غني ورته ویلي چې له ډاکټر عبدالله او نورو افغان مشرانو سره سلا مشورې روانې دي او ژر به یو ټول ګډونه پلاوى څرگند شي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*