د راز او نياز تصوف

س ، سيرت
په تصوف کې حقيقى اطاعت
١٦ برخه

دتصوف په اړه علماء کرامو ، فقهاؤ ، مشايخو او دتصوف پيروانو دآيتونو او احاديثو په رڼا کې ګټورې ليکنې کړي دي د ټولو نظريات او څيړنې دا څرګندوي وي چې يو ريښتنې مسلمان هغه وخت الله ته ځان نږدى کولاى شي او دالله رحمت سبب ګرځي چې دزړه له تله دنفس تزکيه وکړى حقيقي رب ته بې ريا عبادت وکړي ظاهر او باطن دواړه دشريعت برابر کړي دا ډول عمل کولو سره يو انسان دراز او نياز دتصوف پوړۍ ته پورته کيداى شي او بالاخره دخپل پير او مرشد په دوامداره اطاعت خپل رب ته په عاجزۍ او خاکسارۍ عبادت نه يواځې دا چې دتصوف لوړ مقام ته رسيږي بلکې دتصوف دلارى دصوفيانو او ټول عالم په زړونو کې ځاى مومي .
امام المومنين شا ولي والله دهلوي په خپل کتاب (انتباه فى سلا سل اولياء الله ) کى ليکي صوفيان چې خپل مقصد د (تصوف) مقام ته ورسيږي دا په اصل کې دشريعت په طريقه دحقيقت لوړ مقام ته ورسيږي او حقيقت ته رسيدل دنفس دتزکيې وروسته د زړه له اخلاصه په دوامداره عبادت سره ترلاسه کيږي دشاولي الله دليکنې داسې بريښى چې دتصوف لوړ مقام ته په رسيدو سره دالله په دربار کې لومړى دنفس تزکيه او بيا ريښتنې عبادت دواړه سره تړلي دي ځکه په دې دواړو سره ظاهر او باطن يو کيدى شي .
امام ابومکي رح دتصوف دلوړ مقام په اړه په خپل کتاب ( قوت القلوب ) کې پوره بحث کړيدى ديوه عبادت کوونکي انسان لپاره لازم دي چې په دوه عملونو خپل ظاهر او باطن سره يو کړي چې هغه علم لساني او علم قلبي دي کله چې په علم لساني سره علم قلبي ترلاسه کړل شي . نو دطريقت او تصوف خوشبختي ئې ور په برخه شي دتصوف په احوال هغه وخت برى موندل کيږي چې دالله په عبادت او دخپل پير مرشد په دوامدراه اطاعت دعبادت درجې ته ورسيږي هروخت چې يو بنده دالله او دالله درسول داحکامو اطاعت وکړي اعمال به ئې په عبادت وشميرل شي ځکه خو په تصوف کې لساني ، قلبي ، ظاهري ، باطني او روحاني کوائف نغښتي دي په دې ټولو سره دفعل او انفعال اړيکې وده مومي کله چې په عبادت کې اخلاص ، پاکي ، عقيدوي حضور سره برابر شي دټول عالم اسلام سره بې ريا چلند غوره شي دپرودګار دلطف او کرم په برکت دراز نياز تصوف لوړ مقام ته صوف داخل شي دتصوف لوړ مقام ته رسيدل په څو مرحلو ويشل شوي دي چې په ټولو مرحلو کې دالله او دالله د رسول د اوامرو پر ځاى کول او د پير مرشد ترڅنګ دټولو ديني علماء مشرانو ، مور پلار اولياء کرامو حقيقى اطاعت کې ټولې مرحلې شاملي دي خو لومړى پکې اطاعت دى . هغه څوک چې په اطاعت کولو کاميابي ومومي هغه دنفس تزکيه هم تلاى شي او چې دنفس تزکيه وشي بيا وروسته دتصوف لوړ مقام ته رسيدلو لپاره ذکر ، فکر ، دعا ، استغفار او مراقبه ده چې د راز او نياز تصوف لوړ مقام پرى ترلاسه کيداى شي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*