اشرف غني د طالبانود بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړ

د د ډاکټر اشرف غني  ویاند صدیق صدیقي ويلي دي  چې  محمد اشرف غني د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل په مناسبت د طالبانو د زندانیانو د عفوې او خوشي کولو اړوند فرمان لاسلیک او صادرکړی. د طالب بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان سولې په بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده.
د داشرف غني  ویاند پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، دا فرمان له طالبانو سره د خبرو د پيل لپاره د منل شوې اډانې په پام کې نیولو سره لاسلیک شوی دی.
لومړی ماده:  صدیقي زیاته کړې، د دې فرمان د لومړۍ مادې پر اساس هغه طالب بندیان چې خوشي کېږي، لیکلې ژمنه به کوي چې د جګړې ډکر ته به نه ستنېږي.
په دې ماده کې راغلي چې خوشي کېدونکي طالب بندیان به د بایومټرېک مالوماتو له ثبتولو وروسته ازادېږي.
دویمه ماده: د فرمان په دویمه ماده کې راغلي چې په لومړي پړاو کې به د پروان له زندانه یو نیم زر (۱۵۰۰) طالب بندیان د حسن نیت له مخې خوشي کېږي.
دا ماده زیاتوي، دا لړۍ به د حوت میاشتې له څلور ویشتمې نېټې (د مارچ له څوارلسمې) پیلېږي او هره ورځ به سل (۱۰۰) تنه بندیان د دوی عمر، روغتیایي وضعیت او بند کې تېرې کړې مودې ته په کتو خوشي کېږي.
درېیمه ماده: د فرمان په درېیمه ماده کې راغلي، د افغان حکومت لخوا د ټاکل شوي پلاوي او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو له پیلېدو وروسته او د دې خبرو په ترڅ کې به په دواړو اوونیو کې پنځه سوه (۵۰۰) بندیان، چې ټول شمېر یې درې نیم زرو (۳۵۰۰) ته رسېږي، خوشي کېږي.
دې ماده کې دا چاره مشروطه بلل شوي او ویل شوي چې په بدل کې یې باید په تاوتریخوالي کې ځیروونکی یا د پام وړ کمی راشي.
څلورمه ماده: د فرمان په څلورمه ماده کې راغلي چې د ملي امنیت شورا دفتر د دې فرمان د پلي کولو مسئولیت لري. دا ماده زیاتوي چې نورې ټولې اړونده ادارې دې په دې چاره کې همکاري وکړي.
د افغان حکومت له دې اعلانه څو ساعته وړاندې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي وو، امریکايي پلاوي ته يې د خپلو پنځه زره بندیانو لېست سپارلی دی او په خبره یې څوک جعل یا لاسوهنه نشي پکې کولی.
د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د دوی یو پلاوی به لومړی د بندیانو پېژندګلوي کوي او تر تصدیق وروسته به د ژمنې له مخې ټول بندیان په یوه دښته او یا هم زندانونو کې دوی ته ورسپارل کېږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې لوړې مراسمو کې ویلي وو چې د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه به یو فرمان صادروي.
ولسمشر غني همدا راز ویلي وو چې د طالب بندیانو له خوشي کېدو سره باید تاوتريخوالی کم شي او دا ضمانت هم و اوسي چې د دوی د خوشي کېدو په بدل کې به امنیت ته ګواښ نه پېښېږي.
له بله خوا د افغان سولې لپاره د امريکا ځانگړي استازي ډاکټر زلمي خليلزاد پر خپل ټويټر ليکلي دي
(ولسمشر غني یو فرمان خپور کړ چې تر ۵۰۰۰ طالب بندیان، د طالبانو لخوا د ورکړل شوي نوملړ په اساس، د شنبې له ورځې له بنده خوشې شي. طالبانو لا له وړاندې د افغان دولت لوري تر ۱۰۰۰ بندیانو آزادول منلي.‌)
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*