سوني لیګټ:د امریکايي پوځ وتل پيل شول

د امریکايي پوځ ویاند ډګروال سوني لیګټ ويلي دي د امریکايي پوځ وتل يې پيل کړي  د ډګروال لیګټ په خبره، امریکا به له افغانستان د خپلو سرتېرو اېستلو سره سره د خپلو ټولو موخو د ترلاسه کولو لپاره ټول پوځي وسایل او چارې په ځای وساتي.
د نوموړي پر خبره که طالبان پر هوکړه ودرېږي، نو امريکايي او ناټو ځواکونه به څوارلسو مياشتو کې له افغانستان بشپړ ووځي. دامريکا او طالبانو  تړون له مخې امریکا په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې د خپلو ۱۲ زرو سرتېرو شمېر کموي او ۸۶۰۰ ته یې ټیټوي.
له افغانستان د امریکايي پوځ وتل د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د ۲۹ فبرورۍ د تاریخي تړون یو شرط دی.

افغان ولسمشر لومړیو کې ویلي و، له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره به هغه شرط ونه مني چې له مخې یې د دې ډلې بندیان خوشي کېږي.
خو نوموړي د مارچ په نهمه د خپلې لوړې مراسمو کې وویل، روانه اوونۍ د مارچ پر لسمه د طالبانو د خوشي کولو فرمان لاسليک کړي

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*