محمود قریشي:غني د بنديانو د خوشي کيدو په اړه نرمښت ښودلى

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي  ویلي چې پاکستان له افغان سولې سره هر ډول همکاري کړې ده او ددې هيله ډېره شوې چې دلته روانه جګړه ختمه شي. د قريشي پر خبره محمد اشرف غني د افغان بندیانو په اړه نرمښت ښودلی دی او دا یو ښه ګام دی. نوموړي ددغه نرمښت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. ولسمشر غني ټینګارکوي چې د طالب زندانیانو پر خوشي کېدو باید په بین الافغاني خبرو کې بحثونه وشي خو طالبان بیا وایي چې د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې باید د دوی بندیان ازاد کړل شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*