لويه بدمرغي ده

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

خپل پښتانه له امريکا سره دي او خپل عزيزان پر ديو وژني دغه پښتانه چې دپښتنو غوښې خوري دا څوک دي ؟ نومونه به يې ياد شي باباى ملت محمد ظاهر شاه حامد کرزى جمهور رئيس او بيا تاجک ورونه هزاره ورونه ازبک ورونه …….

تاسې فکر وکړئ هغو چې په ٣٣٢ هجري کې کښتۍ ، بادي ژرندې او تجارت درلود په ١٤٢٧ هجرى يو زر سل کاله وروسته امريکا ، اروپا ته وايې مونږ وساته او ابآد مو کړه زمونږ بې عقلان ورونه ورته وايي ټول ووژنه شپه او ورځ يې وژنه .

دوى په ښکاره خداى تعالى پريښى دى له غيرت او ناموس څخه تېر شوي ايا دغه مهال کې داسې بې ننګو ته په کومو سترګو وګورو ؟

دمسعودي په خبره سورياني يا سوريان چې پر سور پورې اړه لري په هغه دغه خاوره کې ول دوى پادشاهي جوړه کړه تاجونه يې پر سر ايښي اداره يې جوړه کړه امنيت يې راوستى پر مختللي وه او پياوړى اقتصاد يې درلود دا ټولې هڅې دي چې هغوى بريالي وه مونږ ناکامه او هغوى ميړني وه مونږ نه يو مروج الذهب ډير څه په ګوته کوي لکه دغلجيانو په برخه کې معلومات لري او کوشانيان يادوي .

دجولاى پر پنځمې خپره شوه چې شمالي کوريا دجاپان پر لوري توغندي ويشتي دي دا هم وويل شول چې شمالي کوريا داسې توغندي لري چې امريکا پورې رسيږي دې خبرې ټول وار خطا کړي دي له بلې خوا دقيامت خبره توده ده چې ډير ليرې نه دى بيا د نوح بېړۍ دجوړېدو په حال کې ده دنوح ع له طوفانه وروسته د مسعودي پر قول افغانستان مدنيت جوړ کړيدى .

دا ځل بيا هلته ورسيدو چې دمروج الذهب دليکنې له مخې چې اووه اته زره کاله پخوا خلکو وويل چې فساد دځمکې پر مخ ډير شو او الله تعالى توپان راولي که لومړي خبره دعا مو خلکو له خولې وه خو دا ځل سياسي پوهان داخبره کوي

نوي شاعري وګورئ

 

دادى دهوس دشرميدلي بابا ارګ زمونږ

دغه کله قبر زمونږ دغه کله مرګ زمونږ

دا کلا زمونږ په ککريو دنګه شويده

دغلته پرې شوى دشرين ژوندانه رګ زمونږ

عبدالله پيکار

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*