سعودي د نهو هېوادونو پر وگړو سعودي په ورتگ بنديز لگولى

سعودي چارواکو د کورونا وېروس له امله د  نهو هېوادونو  پر وگړو  سعودي عربستان ته پر سفر بندیز لګولی دی.

د سعودي خبري اژانس ویلي، دا نهه هېوادونه متحده عربي امارت، کویت، بحرین، لبنان، سوریه، جنوبي کوریا، مصر، ایټالیا او عراق دي.

په دغو هېوادونو کې هېچا ته هم سعودي عربستان ته په تېرو ۱۴ ورځو کې د تللو اجازه نه ده ورکړل شوې.

سعودي دا هم ویلي چې د یادو هېوادونو او سعودي ترمنځ به هر ډول هوايي او سمندري سفرونه بند شوي دي

د سعودي د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې له دې سفرونو د سوداګریزو توکو او بېړیو کې د مالونو لېږد رالېږد مستثنا بللی، خو په وینا یې باید ډېر احتیاط پکې وشي.

سرچینه وايي، کورنیو چارو او روغتیا وزارت ته امر شوی چې استثنايي حالت په پام کې ونیول شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*