د راز او نياز تصوف

س سيرت

١٥ برخه

په دنيا کې دانساني ژوند سره سم علم هم خپور شوي دى او ددنيا ټولې ستونزى په انساني علم سره حل کيږي مونږ په عامه اصطلاح علم په څو برخو ويشلى او څو برخې بيا ځان له څانګې لري خو په عام ډول سره چې انساني ژوند پرې سرته رسيږي په دوه برخو ويشل شوى دى او دا سلسله دحضرت آدم عليه اسلام څخه تر دې دمه را روانو او انسانان پرې په بيلا بيلو برخو کې پرمختګ کوي چې دغشونه تر ميزائيلو له پيلانو او آسونو تر الوتکو ، دلاس په وسيله د ډګر په پرمختګ کې تر ماميټر ، مايکروسکوپ او نورو مرضونو څرګندولو ماشينى آلى او په نوى ټکنالوژۍ سره نوى پرمختګونه وشول خوا ټول ددوه برخو علمونو برکت دى چې نن ورځ پرى دنړۍ له يوه کنجه تر بله کنجه خبرى کيداى شي په دوه برخو علمونو کې دا مهال له دوه علمونو څخه يو علم ته چې ظاهرى ياد قال علم ورته وائې توجه ورکړل شوې ده که څه هم مونږ ته دحضرت آدم بابا را وروسته همدا دو علمونه را پاتې دى دژبې په وسيله ظاهرى يادقال علم او دويم ئې باطني ، پټ يا په عربي نړۍ کې علم الاسرا علم چې دژبې په علم سره تدريس او کتابت په زياتوالې علم خپريږي خو باطني علم چې دراز او نياز تصوف ترى مطلب دى په باطني علم کې لومړيتوب لري الله ته دباطني علم خاوندان ډير نږدى وي .

الله تعالى سره دراز او نياز په درلودلو سره چې په ځانګړې طريقه دتصوف مقام ته يو انسان ورسيږي په دې غوره مقام لري چې په دې علم کې هم عبادت او هم دتصوف دعلم او طريقې لوړوالې پکې ليدل کيږي  .

مولانا جلال الدين بلخي فرمائي ( هر که را اسرار حق اموختند_کهر کردند ودهانش دوختند . )

که دقال په علم کې دژبې په وسيله چې ورته ظاهري يا تدريسي علم ويل کيږي  په ژبني يا کتابي شکل سره نورو ذهنونو ته انتقاليږي نو باطني علم هم له سينو څخه سينو ته انتقاليږي بله دا چې په باطني علم او طريقت کې چې مقصد ترې تصوف دى دتابعيت درجه لوړه ده په نورو ژبني يا تدريسي علم کې يو شاګرد دخپل استاد دعلم په اندازه تابع وي خو د راز او نياز په علم (تصوف) کې يو مريد چې په کامله توګه دخپل پير اوستاد شاګرد وي جسمي ، ذهني ، روحيي او ذهني توگه متابعيت ته د زړه له خلاصه دوام ورکوي اهل تصوف ته چې الله تعالى دومره لومړ مقام ورکړى ددى ستر لامل د زړه له تله دخپل پير او استاد تابعداري ده چې سينه په سينه په جسمي او روحي وګه انسان دالله او دالله دنازولو تابعدارى کوي .

کوم انسان چې دراز او نياز له مخې دتصوف لوړ مقام ترلاسه کړي له زړه نه يې په حقيقي توګه کينه او بعض اوځي دالله درضا لپاره دالله دبندګانو سره مينه او دخپل پير مرشد تابعيت کوي مولانا جلال الدين بلخي پدې اړه فرمايي

ميرود از سينه ها په سينه ها

ميبرد از دل بعض وکينه ها

په عام ډول سره  چې فکر وکړو دژبي تا تدريس ظاهرى علم په علمي مراکز ومدرسو کې او د راز نياز دتصوف علم دمشايحو په تصوفي او عرفاني مرکزونو کې ترلاسه کيږي .

دظاهرى يا قال د علم په نسبت باطني يا دحال علم چې دتصوف په اصولو ادابو او طريقه ترلاسه کيږي يو څه شکل  دى ځکه تدريسى علم هر طالب العلم ترلاسه کولاى شي خو تصوف دخپلې طريقې ، تابعيت او اصولو په مراعت کولو چې ذهني ، روحي او قلبي لارى سره برابروي دپوره تابعيت وروسته ترلاسه کيږي .

امام محمد غزالي په خپل کتاب احياء العلوم الدين کې په علم المکاشفه او علم المعالمه پوره بحث کړى دى چې تدريسي يا معالمه علم سره يوازې ظاهرى پوهـ څومره چې تدريش وشي ترلاسه کيږئ خو علم المکاشفه چې له تصوفه سرچينه اخلي دخپل کشف له مخې زړونو ته لار کوي امام قرطبى په خپل تفسير قرطبي کې فرمائې چې تدريسي علم انسان يواځي په عام ولس کې پيژندل کيږي خو علم العيان دعام ولس ترڅنګ دمشايخو ، صوفيانو او روحاني مرکزونو سره د پيژندګلوي لوړ مقام لري چې په حقيقت کې داد راز او نياز دتصوف برکت دى .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*