کابلوف: ممکن روسیه افغانستان ته خپل عسکر ولېږي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیه د اړتیا په صورت کې چمتو ده افغانستان ته خپل سرتېري ولېږي. نوموړي له فدرال خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، که چېرته افغانستان دوی چمتو دي دغه هېواد ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپل سرتېري واستوي. کابلوف ویلي، لومړی اړینه ده د بین الافغاني مذاکراتو پایلو ته انتظار وایستل شي څو داسې یو حکومت رامنځته شي چې ټول افغانان پکې خپل ځان وویني. هغه زیاته کړې، دوی به د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د دغه هېواد له چارواکو سره پر نظامي مرستو خبرې وکړي. کابلوف زیاته کړې، دوی وړاندې تر دې هم له افغان حکومت سره د مرستې خبره کړې وه خو په ډېر احتمال د امریکا د مخالفتونو له امله رد شوه. هغه یو ځل بیا ویلي، طالبان تر اوسه په قطر کې شوې هوکړې ته ژمن دي او په خبره یې، روسیه هیله لري چې دا هوکړه په سمه توګه عملي او افغانستان له روان بحرانه ووځي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*