غني: د بین الافغاني خبرو پلاوی به د کب تر٢٠مې چمتو وي

ډاکټر اشرف غني ويلي دي له  طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره به  پلاوی د کب میاشتې تر شلمې نیټې پورې چمتو ووسي.

غني نن شنبې سهار په ولسي جرګه کې د ملي شورا د اولسمې دورې د دویم نقنیني کال پرانستغونډه کې خبرې کولې. هغه وویل افغان پلاوی به طالبانو سره خبرو کې د حکومت تر چتر لاندې د جمهوریت د ارزښتونو دفاع کوي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا او طالبانو د هوکړې سره سم، د کب میاشتې په شلمه نیټه د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پیل شي.

طالبانو له وړاندې دغه پړاو ته د چمتووالي اعلان کړی دی، خو حکومت تر اوسه دغو خبرو لپاره خپل پلاوی نه دی اعلان کړی.

محمد اشرف  غني له مشرانو جرګې او ولسي جرګې هم وغوښتل چې د( مصالحې عالي شورا ) کې د ګډون لپاره خپل استازي تر سبا ولسمشرۍ ماڼې ته ور وپيژني.

په دغو استازو کې د مشرانو جرګې یوه میرمن او یو نارینه او د ولسي جرګې دوه میرمنې او درې نارینه شامل دي.

اشرف غني د طالب بندیانو خوشې کیدو موضوع ته هم اشاره لرله.

هغه وویل دغه بندیان به د یو شفاف بهیر له مخې او په دې ضمانت سره چې بیرته به د جګړې لیکو ته نه ځي، خوشې کیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*