د راز او نياز تصوف

١٤ برخه

س سيرت

دانسانيت په غوره صفاتو کې دتصوف مقام

له انسان څخه  دمخه ځمکې ، اسمانونه ، ملايک ، پيريان ، ونې بوټي (نباتات) جمادات ، مايعات ، حيوانات او ډير څه پيدا شوي وو چې وروستى مخلوق دځمکې پر مخ انسانان دي او دانسانيت سره يواځې دانسانانو نه بلکه دالله دټولو مخلوقاتو قدر او قيمت وپيژندل شو ځکه انسان الله پاک په خپل ذات کې په کامل قدرت سره ښکلى او د ښو اخلاقو خاوند پيدا کړى دى پر ځمکه لومړنى واکداري حيواناتو کړې ده چې ورته دآسونو واکداري يا حکومتداري ويل کيده خو په هغې واکمنۍ کې چې دحيواناتو واکمني وه واکمنو آسونو به په بې واکه آسونو ظلم کاوه دځمکې پر مخ دآسونو علاوه دنورو حيواناتو ژوند ګران ؤ چې بالاخره دآسونو دظلم له منځه وړلو لپاره دالله پاک دديوانو نيکه (مارج نام) په اسونو مسلط کړ له اسونو يې دځمکې واکمني واخسته دآسونو له واکمنۍ وروسته دديوانو واکمني يا واکداري پيل شوه .

الله تعالى دخپل مخلوق پيدايښت په خپل قدرت سره په داسې انداز سره کړى دى چې دالله دعظمت نښانې دحيواناتو او ديوانو په واکمنۍ کې هم ثابتي شوې دى مونږ انسانان  چې خپل تاريخ بيانوو حضرت آدم ع او بې بې حوا ته رسيږو .

چې الله تعالى ادم بابا لومړى او بيا بي بي حوا دچپې يا گسې پښتۍ څخه پيدا کړيده  دديوانو پيدايښت چې له انسانانو دمخه ؤ الله تعالى هم لومړى دديوانو نيکه (بابا) ورته ويل کيږي (مارج) نومېده چې الله تعالى له تور لوګي څخه پيدا کړي ؤ او له هغه وروسته دهغه ښځه (مارجه) دګسې يا چپې پښتۍ څخه پيدا کړه وروسته لکه مونږ چې دحضرت آدم بابا او بي بي حوا څخه دانسانانو نسل زيات شو دا رنګه دديوانونو دبابا (مارج) او مارجې نه دهغوى نسل زيات شويدى .

دمخه چې آسونه حيوانات وو په وحشت او وهلو ئې حکومت کاوه خو ديوانو بيا دخپل بابا (مارج ) مجسمې ته عبادت غوره کړ دالله دعبادت سوچ او فکر ورسره نه ؤ الله پاک په دې پيريان او ښاپيريان مسلط کړل دپيريانو نيکه (جان)  الله  داور له شغلې نه پيدا کړ، هغه ته الله پاک دهغه ملګري (جانانه) دگسې پښتۍ نه پيدا کړه دپيريانو او ښاپيريانو دواړو نسل د (جان) او (جانانه) څخه پيدا شوى دى دوي بيا دځمکې واکمن شول . پيريانو په اسونو او ديوانو داړو واکمني پيل کړه که څه هم ديوان غښتلى مخلوق ؤ خو پيريان يونه ليدونکى مخلوق دى ځکه ديوانو دپيريانو سره دمقابلې توان نه درلود او واکمني يې پرې پيل کړه .

تاريخ ليکي چې ابليس يا په عبرانى ژبه عزازيل هم دځمکې او اسمانونو پاچاهي کړيده خو چې حضرت ادم (ع) ته يې سجده ونه کړه دالله تعالى لخوا معلون وګرځول شو ياني دالله تعالى درحمت نه مرحوم پاتې شو .

الله پاک چې عزراييل ( ع)  ته له ځمکې دخاورې دراخستلو امر وکړ عزرائيل ع له ځمکې نه د (تور ، سپين ) سور ، ژيړ رنګ خاوره راواخسته خټه يې ترې جوه کړه بيا يې کالبوت کړ او ٤٠ کاله وروسته په کې الله تعالى په خپل قدرت روح واچاوه چې دحضرت ادم (ع ) دپيدايښت سره دانسان پيدايښت پيل شو او همدا انسان دى چې دالله او دالله درسول (نبى) کريم صلى الله عليه وسلم او امرو ئې پر ځان عملى او نن ورځ دهمدې ادم بابا اولادنه دتصوف لوړ مقام ور په برخه شو .

دانسانيت لوړ مقام چې دتصوف لوړ مقام ترلاسه کړى دى ددې يو دليل داهم دى چې انسان ته ( اشرف المخلوقات) ويل شوى دى همداا نسان دي چې دالله بندګي په ريښتوني توګه کوي زيات انسان شته چې داسلام مبارک دين يې قبول کړى ندې خو الله په وحدانيت قانع دي ځکه دالله مخلوق دى او پيدايښت ئې دهغه ادم بابا سرچينه ده چې مسلمانان ترې هم پيدا شوي دى که څه هم په نورو اديانو کې چې دمخه يې يادونه وشوه دتصوف يادونه شويده چې به يونان کې هم تصوف ياد کړل شوى دى خو کوم ارزښت چې په اسلامي شريعت سره تصوف ته ورکړل شوى دى دا يواځې او يواځې داسلام دمقدس دين رېښتنې پيروان (صوفيان ) دي چې تصوف ئې خپل کړى دنيا او هغه عقبى ئې په دې مبارکه لار يا طريقه ښائسته کړي ده

دانسانيت په ژوند کې دالله پاک بندګي په ريښتوني توګه کيداى شي ځکه انسان الله پاک له خاورى پيدا کړى ا و دا خاوره دهر چا تر پښو لاندې وي په انسان کې کبر او غرور نه وي لويې ديوه الله لپاره وړ بولي دمخه مو وويل چې دديوانو بابا (مارج ) له لوګي نه او دپيريانو بابا (جان) الله پاک داور له (شغلى) څخه پيدا کړيدى لوګى او داور شغله دواړه داسمان په لور پورته کيږي لوئې په کې وه او حضرت ادم بابا چې له خاورى پيدا شوې عاجزي په کې ده دالله پاک بندګى په عاجزۍ سره کوي دالله ذکر کوي الله ته د بندګۍ سر په ريښتنې توګه ټيټوي دراز نياز دتصوف لوړ مقام په همدې انسانيت سره ور په برخه شو .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*