ډاکټر عبدالله د طالبانو د بنديانو د خوشي کيدو ملاتړ وکړ

داشرف غني سیال عبدالله عبدالله ويلي دي چې د طالبانو د بنديانو د خوشي کيدو ملاتړ کوي خو ورسره د شرط په ډول وايي چې دا بنديان باید د سولې د یوه تړون په چوکاټ کې خوشې شي او دا ډاډ باید وي چې خوشې شوي بنديان  بیا د جګړې میدان  ته نه ورګرځي ډاکټر عبدالله  ویلي  لا هم دټاکنيز کړکیچ حل لپاره هیلې لرو.

له غنی سره د جوړ جاړي او په حکومت کې ګډ کار کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې  عبدالله وویل:”که داسې لار پيدا شي چې خلکو ته هیلي پيدا کوي او خـــلک پوه شي چې غـــږ یې اوریدل کیږي نو دا لاره غوره ده.

عبدالله عبدالله ویلې  غواړو چې  سولې لپاره له طالبانو سره هم کار وکړو ، هر څوک چې د طالبانو مشر وي له هغه سره کار وکړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*