فیروز الدین فیروز: دکرونا د مخنيوي لپاره دې خلک د نوروز په جشن کې گډون نه کوي

دافغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز د کرونا ویروس  له خلکو غوښتي دي ، چې د نوي کال د نوروز د جشن په مراسمو کې دې ګډون نه کوي.

دا خبرېې ډاکټر فیروالدین فیروز  خبریالانو سره په خبرو کې کړي  نوموړي  دا غوښتنه د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د وقایوي اقداماتو له امله کړې ده.

فیروز ویلي   د هیوادوالو څخه زما هیله داده، چې ښه به وي، چې د نوروز په مراسمو کې ګډون ونه کړي او دا کار د هغوی په خپله ګټه او کورنیو په ګټه او د ټول هیواد په ګټه دی. د دې لپاره، چې یو ځای دی، خلک په کې راغوڼدیږي د ویروس د خپریدو زمینه شته او ضرور نه دی، چې په کې ګډون وکړي

په افغانستان کې هر کال د لمریز کال په لومړۍ ورځ د کابل په ګډون په شمیر ولایتونو کې د سترو غونډو په ترڅ کې د نوروز جشن لمانځل کیږي.

د نوروز د جشن تر ټولو ستره غونډه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د سخي په زیارت کې جوړیږي، چې هرکال په کې زرګونه خلک ګډون کوي. تراوسه لا د نوي کال پیل او د نوروز جشن ته پنځلس ورځې پاتې دي.

د دې اعلان دمخه د افغانستان عامې روغتیا وزارت د هرات په ولایت کې اضطراري حالت کړی او د خلکو په هرډول غونډو یې بندیز لګولی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*