پوتين دروسيې په اساسي قانون کې د بدلونونو وړانديز کړى

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دروسيې په اساسي قانون کې د یو شمېر بدلونونو وړاندیز کړی دی. دوړانديز په  لېست کې یو وړاندیز دا هم دی چې د روسیې وګړي به د اساسي قانون له مخې اړ وي چې پر خدای د ایمان لرلو اعتراف یا اعلان وکړي.

یو بل وړاندیز د همجنسه وګړو خپلو منځو کې د واده په اړه دی. د دې وړاندیز له مخې به له نارینه سره د نارینه، او همدا راز له ښځې سره د ښځې واده په اساسي قانون کې منع وبلل شي.

په یوه بل وړاندیز کې راغلي چې “د روسیې خاوره” به بهرنیانو ته نه پرېښودل کېږي. که دا وړاندیز ومنل شي نو د کریمیا په څېر سیمو باندې به د روسیې دعوه او ولکه نوره هم ټینګه شي.

یو بل وړاندیز وایي چې د روسیې دفاع لپاره د تېرو نسلونو قربانۍ باید د یو “تاریخي حقیقت” په توګه خوندي شي.

خو مخالفینو وایي، ولسمشر پوتین غواړي په دې ګامونو سره د خپلې ولسمشرۍ مودې له ختمېدو وروسته هم واکمن پاتې شي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې په پوځي ځواک د کریمیا سیمه له ختیځ اوکراین نه بېله کړې وه.

ولسمشر پوتین استدلال کوي چې بهرنیان غواړي په دویمه نړیواله جګړه، او د نازي جرمني په ماتولو کې د روسیې پر ونډه او قربانۍ سترګې پټې کړي. ویل کېږي چې د نازیانو پر ضد دې جګړه کې شاوخوا ۲۷ میلیونه روسي وګړي ووژل شول.

دا د روسیې د ولسمشر په توګه د ولادمیر پوتین څلورمه دوره ده، او دی له تېرو ۲۰ کالو راهیسې د روسیې یوه مهمه سیاسي څېره ده.

د ده په واکمنۍ کې د شوروي اتحاد د وختونو سمبولونه، دودیز ارزښتونه او د روسۍ کلیسا اغېز بېرته را ژوندي شوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.

*