ضميرکابلوف:که امنیت شورا پرېکړه وکړي روسيه له طالبانو بنديزونه پورته کوي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ويلي دي که امنیت شورا پرېکړه وکړي نو روسیه هم چمتو ده چې پر طالبانو شته بندیزونه لرې کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف زياتوي چې ، امریکا له امنیت شوار غوښتي چې د مې میاشتې تر پایه د طالب مشرانو نومونه د بندیزونو له لېست څخه وباسي.

کابلوف وراندې وايي  که د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه پرېکړه وکړي او د یادو کسانو نوم له تور لېست وباسي نو روسه هم چمتو ده چې پر طالبانو لگيدلي  بندیزونه پورته کړي  تر دې وړاندې طالبانو هم له امریکا غوښتي وو چې ژر تر ژره دې د سولې رامنځ ته شوې هوکړه پر امنیت شورا تایید کړي او ددوی د مشرانو نومونه دې له تور لېست وباسي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*