د امریکایې ځواکونو ویاند ساني لګیټ: دهېلمندپه نهر سراج کې پر طالبانو هوايي بريد شوى

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په خپل ټویټر کې لیکلي نن د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۴) د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې یې پر طالبانو هوايي برید کړى

د امریکایې ځواکونو ویاند ساني لګیټ پر خپل ټويټر ليکلي دي ، دغه هوایي بریدونه یې ځکه کړي چې طالبانو په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ۴۳ بریدونه کړي  د مارچ پر ۴مه، امریکايي ځواکونو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې پر هغو طالبانو هوايي برید کړی، چې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو یې بریدونه کول. دا دفاعي او په ۱۱ ورځو کې د طالبانو پرضد لومړنی برید و.

لګیټ وايي، مونږ سولې ته ژمن يو، خو د افغان امنیتي ځواکونو دفاع د دوی مسوولیت دی.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*