چین د امريکا او طالبانو د تړون ملاتړ وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې باید د سولې بهیر د افغانانو په مشرۍ او په افغانانو پورې مربوط وي.

چین د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د لاس لیک کیدو څخه ملاتړ کړى او د “واک د تشې او د ترهگرو د بیرته راتگ د مخنیوي” په خاطر یې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د “مسؤلانه او منظم” وتلو غوښتنه کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند چاو لیجیان، ویلي د افغانستان د دولت سره د مستقیمو خبرو لپاره د طالبانو د مخالفت باوجود د سولې بهیر “د افغانانو په مشرتابه او په افغانانو پورې مربوط” وي.

چاو وویل: “مونږ د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو د موافقې هرکلی کوو او باور لرو چې دغه موضوع د افغانستان د مسلې د وروستي حل لپاره مثبت اهمیت

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*