په امریکا کې دکرونا له امله شپږ کسان مړه شوي

په امریکا کې دکرونا ویروس له امله ٦ کسان مړه شوي. امریکايي روغتیايي کارکوونکي وايي پرته له دې چې څوک متوجه شي له څلورو اونیو راهیسې کرونا په امریکا کې خپره شوې ده او ددې احتمال شته چې ۱۵۰۰ کسان ورباندې اخته شوي وي.

تر اوسه شپږ امریکایان ددغه ویروس له امله مړه دي. بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې ددغه ویروس د پراختیا پر وړاندې د مبارزې لپاره دې هر اړخیز او مهم ګامونه اوچت کړي. دغه سازمان ایران ته هم د سل زره کسانو د شخصي خوندیتوب لومړنۍ مرستې رسولې دي. د روغتیا نړیوال سازمان هم کرونا د نړیوالو لپاره ستر ګواښ یاد کړی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*