سلطان مسعود او ملي فلسفه

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

سلطان مسعود غزنيو زابلي د اووه هېوادونو پادشاه و دى دعراق په لوري روان و چې دپلار له مړينې خبر شو بيرته دغزني په لوري ور وګرځيدو او په (ري) کې يې خلک راغوښتل او هغو ته يې وويل

بې ويرې او تعرفاتو پر بشپړې زړورتيا ووايې چې زمونږ سيرت او کړه وړه ستاسو تر سترګو څنګه ول ؟ بيبا که يې ووايې ؟

خلکو وويل

پادشاه دې ژوندى وى کرار خواب کوو شپه او ورځ دعا کوو چې څښتن تعالى دې ستاسو درحمت سيورى زمونږ له سره نه ايسته کوي ښه خوراک کوو او زمونږ مال حيا ، ملک او حرم ساتلى دى .

اوس په افغانستان کې دچا مال ، حيا ملک او حرم ساتلى او پر امن نه دى ځکه امريکايان او اروپايان راغلي سلطان مسعود نه دى راغلى سلطان مسعود وويل

مونږ راغلو چې دعدل پر خوږوالي پوه شي مفسيدان ښوريدلاى نه شي ستاسو زړور ځوانان زمونږ له حاجيانو سره يوځاى شويدى .

سلطان مسعود فيلسوف هغه بولي چې دټولنې اخلاق سم کړي عادل ، فاضل بولي ظالم جاهل دي وايي په سړي کې عقل کرکه او هيله وي څرنګه چې دا درې واړه په يو تن کې وي نو شخصيت هغه وي چې عقل له لارې ورکړي .

سلطان مسعود په نيشاپور کې داسې وويل

څښتن تعالى وغوښتل چې د ځمکې پر مخ لوى دولت جوړ شي نو امير عادل سبګتګين يې دکفر له درجې نه دايمان درجې ته ورسولو او هغه ته يې مسلماني وبخښله

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*