د راز او نياز تصوف

ليک : س ، سيرت

١٣ برخه

مونږ په وار وار يادونه کړيده چې ستر مشايخ ، فقي علماء صوفيه کرام ، مفسرين او محدثين تصوف خپلولو لپاره دالله پاک ذکر لومړى قدم بولي همدا ذکر دى چې د ټولو عباداتو بنسټ پرې ايښودل شوى دى کله چې دالله پاک د ذکر په دوام دانسان زړه تصفيه شي بيا له ګناهونو ځان ژغوري او پرهيزګاري خپله کړي چې وروسته دمعرفت او قربت دلارې څرک ورته ښکاره شي او دا څرک دالله  د ذکر په دوام ليدل کيږي ذکر ته په پښتو کې يادول ويل کيږي کله مونږ وايو فلانى صوفي هر وخت الله پاک يادوي په فارسي ژبه کې ورته دالله نيک بنده يا ذاکر ويل کيږي همدا د ذکر کلمه ده چې په بيلا بيلو ژبو سره همدا يوه مانا دالله پاک يادول ترې مطلب دى په قرانکريم مبارک کتاب بقره سورت (٢٠٠) ايت کې الله پاک فرمايي!

فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَذِكْرِكُمْ آبَاءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًا نو څنګه مو چې پخوا خپله پلرونه او نيکونه يادول همدغسې اوس الله ياد کړئ په بل سورت ال عمران ١٣٥ کې فرمائې ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ نو ورسره جوخت الله ياديږي او له هغه څخه هغوى دخپلو ګناهونو بخښنه غواړي په دوامداره ذکر کې چې کوم مقام تر لاسه کيداى شي هغه مقام ته د راز نياز تصوف ويل کيږي ددې نه دا څرګنده شوه چې دتصوف لومړى قدم يا لومړۍ پوړۍ دالله پاک ذکر وي دسورت بقر ١٠٢ ايت کې الله تعالى فرمائي ( فاذکروني اذکرکم) له دې امله تاسې ما په ياد ولرئ زه به تاسې ياد کړم ) کوم عبادت کوونکى چې دزړه دتصفې لپاره دالله پاک زيات ذکر کوي هومره يې په تصوف کې درجه لوړه وي او ژر دتصوف لوړ مقام ترلاسه کولاى شي يو ذاکر چې دخپل ورځنې ژوند اړتياو پوره کولو سره سره دالله پاک ذکر په اخلاص سره کوي هومره يې ژوند نيکمرغه وي که دتصوف د لارى پيروانو ته وکتل شي دژوند د ټولو ستونزو سره سره ډاډمن وي هغه زړه ته دالله په ذکر ډاډ حاصل وي له همدې امله په سورت العنکبوت ٤٥ ايت کې الله پاک فرمايلى (ولذالله اکبر) دالله ذکر لمونځ له دې نه ډير لوى دى چې دلته ذکر دلمونځ په مانا هم راغلي دي او په لمونځ کې دالله يادونه کيږي خو کوم شخص چې دپنځه وخته لمونځ ترڅنګ ذکر هم کوي هغه دژوند په ټولو برخو کې کامياب وي چې دا کاميابه ډله د صوفيا کرامو ډله ده چې دالله تعالى ټول صفات د ذکر په دوام سره يادوي .

کوم کسان چې دالله تعالى ذکر کوي هغه دژوند په غربت نه پوهيږي شيطان په زړه کې ددنيا او مال وسوسې نشي ور اچولې په ذکر سره دانسان زړه پاکيږي او په پاک زړه ددنيا او عقبى ګټې ترلاسه کيږي بله دا چې په ذکر سره زړه نه غمجن کيږي دتل لپاره ديوه ذاکر يا صوفي زړه ته خوشحالي ور په برخه کيږي کوم انسان چې ذکر نه کوي هغه ته شيطان ددنيا دسياليو ، مال دولت ، شان شوکت ، عارضي غوړ ژوند او عارضي دبدبي او غرور وسوسى په زړه کې اچوي چې په دې وسوسو سره انسان بې لاريو ته مخه کړي او بالاخره په عذابونو اخته شي چې ورځ په ورځ ترې ګناهونه کيږي او اخر يې مخه دشيطان په لوري وګرځي ځکه په شيطاني وسوسو سره انسان غير اسلامي او غير انساني لارى غوره کوي او انسان چې له ټولو بدو لارو او بد کړنو ساتي هغه دالله تعالى ذکر دى ځکه صوفيه کرام له خپل ژوند ډاډمن او دالله په رضا کې خپل ژوند لټوي که يو انسان په لومړى سره په ځان دلږ وخت لپاره دالله پاک ذکر عمل کړى او بيا دوام ورکړي نو هيڅ به يې په زړه کې شيطاني وسوسو ته ځاى پيدا نشي که يو انسان نارينه وي او که ښځينه په دنيا کې د ډاډ او خوښى دژوند وکړى دالله پاک ذکر دي کوي همدا ذکر دى چې انسان له شيطاني وسوسو ساتي دالله پاک په ذکر سره زړونه او نفسونه پاکيږي انساني عواطف په ملکوتي عواطفو بدل کيږي .

که يو انسان په ژبه يا په زړه کې دالله پاک ذکر وکړي او دا په زړه کې ووايي چې الله تعالى په خپله لويې سره دا ځمکه او اسمان پيدا کړي په دې فکر وکړي چې اسمان الله بې له ستنو ودرولى دي په ناسته ولاړه او چې کله په خوب ويده کيږي  په اړخ پروت وي دالله تعالى په لوئې فکر وکړي الله په خپلو صفاتو ياد کړي دا ټول په ذکر شميرل کيږي .

صوفيه کرام او مشايخ عظام فرمايي کوم انسان دژبې ترڅنګ په زړه کې الله ياد کړي دا تر ټولو بهتر ذکر دي حقيقى ذاکر هغه دى چې له الله نه ددنيا ټولې چارې ناکامې او يواځې الله پاک به هر څه قادر وبولي که يو انسان چې غواړي دراز نياز تصوف لوړ مقام ته ځان ورسوي په ژبه ، زړه او فکر سره دې الله ياد کړي داد صوفيه کرامو خپل هدف ته درسيدو لياره ده او په دنيا کې تر ټولو کامياب ژوند دصوفيه کرامو ژوند دي چې ددنيا داړتيا ور کارونو ترڅنګ دالله په ذکر سره دتصوف مبارکه لار ئې خپله کړيده .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*