ټرمپ: ډير ژر به د طالب مشرانو سره وگورم

د امریکا جمهور رئیس  ټرمپ ويلي دي  ډیر ژر د طالبانو د مشرانو سره وگوري خو دا یې ونه ویل چې داليدنه به چیرته او څه وخت وشي. ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې د طالبانو سره موافقه بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه چې”طالبان او ټولې خواوې د جکړې نه ستړې شویدي.”

ټرمپ دا خبرې وروسته تر هغه وکړلې چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا استازو د سولې موافقه لاسلیک کړله.

ټرمپ پخپلو خبرو کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او افغان ولس ته هم د موافقې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې پدې اوږدې جګړې کې “ډیر کسان ووژل شول”. د امریکا جمهور رئیس د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د رایستلو په هکله وویل چې په لومړي سره کې به د عسکرو شمیر شاوخوا اته زره شپږه سوه شي او د نورو په هکله به هم په نږدې راتلونکې کې پریکړه وشي.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا دیارلس زره عسکر لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونه روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او په هوایي عملیاتو کې ورسره همکاري کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*