مايک پمپيو :دبنديانو خوشي کېدو ته باور جوړونه کوو

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د طالب زندانيانو د خوشي کولو په تړاو ويلي، د باور جوړونې لپاره له ټولو اړخونو سره گډ کار کوي .

ښاغلي پامپيو  په يوې مرکې  کې په همدې تړاو وويل، ډېر خلک به د رسنيو د پام اړونې له پاره يو لړ خبرې کوي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  په وینا تازه له دوحې ستون شوی او مرکې ته ناست و، له عمده پوښتنو سره مخ و چې په هغه کې پر طالبانو د باور کولو، د بندیانو خوشې کولو او د لاسلیک شوي هوکړه لیک په اړه د امریکا د پارلمان غړو ته د وضاحت ورکړه وه.

له نوموړي څخه چې  د ولسمشر محمد اشرف غني پرونیو څرګندونو په اړه  پمپیو وپوښت چې د طالب بندیانو خوشي کولو باندې هوکړه نه ده شوې، ایا امریکا موافقه کړې چې د ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کولو کې به مرسته کوي.

هغه وویل:”تاسې ولیدل چې په سند کې څه لیکلي ول، ویل شوي چې موږ به له ټولو ښکېلو خواوو سره کار کوو چې اعتماد سازي وکړو، افغان حکومت غیر طالبان خلک او موږ غواړو چې په دې کې ټول وي، موږ غواړو چې ښځې په کې ښکېلې وي. ډېر خلک به وي چې یو څه به وایي، ډېر شور او زوږ به وي چې په رسنیو کې له یوه بل سره د رقابت له پاره ځان ته د خلکو پام ور واړوي، څه چې مهم دي زموږ کار دی. هغه بحثونه چې مو درلودل. موږ اوږده لار وهلې ده.کله چې زه په دوحه کې وم د دفاع وزیر د ناټو له سرمنشي یان سټولټنبرګ په کابل کې و. هغوی یوه اعلامیه درلوده. د افغانستان د حکومت له خوا هم ژمنه وشوه. هېڅوک داسې ګومان نه کوي چې دا دې آسان کار وي. موږ د دې لپاره چې امریکايي سرتېري کور ته ستانه کړو زمینه برابره کړې او په افغانستان کې مو د امریکایانو د ژوند له لاسه ورکولو خطر کم کړی او هیله لرو داسې شرایط مو برابر کړي وي چې افغانان د څلوېښت کلنې جګړې له پاره حل لار موندلې وي.”

پمبيو  وویل: په لاسليک شوې تړون کې  “دوه اجرايي عنصرونه شته. دا دواړه محرم دي. دا اجرايي نظامي اسناد دي چې زموږ د پوځیانو د مصونیت لپاره مهم دي. د کانګرس هر غړي ته به دا دوه محرم اسناد وښودل شي.

پرون اشرف غني په یوه خبري ناسته کې وویل، چې امریکا یوازې د طالب بندیانو د خوشي کولو د آسانچارۍ ژمنه کړې، په هوکړه کې دا خبره نشته.

اشرف غني وویل، د طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه “باید افغان ولس باوري وي، هغه چې خوشي کېږي، د ملت پر وړاندې به نه درېږي او وسلې ته به مراجعه نه کوي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اصلي ټینګار هم له طالبانو سره د هوکړې په رڼا کې عمل کول و، په تېره بیا د طالبانو له خوا چې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون خپلې کړې ژمنې ترسره کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*