د طالبانو او امريکاترمنځ هوکړه لاسلیک شوې

افغان طالبانو او امریکا پر  شنبه د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون په یوه لویه غونډه کې د افغان سولې په تړاو خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه.

دې غونډې ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبد الغني برادر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویناوې وکړې. هوکړه لیک د امریکا له خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو له خوا ملا برادر لاسلیک کړه.

ملا برادر غونډې ته وینا کې وویل، طالبان د دې هوکړې عملي کولو ته ژمن دي. ده هیله وښودله چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانان د اسلامي نظام په سېورې کې د ارام سا واخلي.

ده له ټولو افغان اړخونو وغوښتل چې په صادقانه ډول د “خپلواک قوي اسلامي” نظام لپاره د مذاکراتو میز ته را وړاندې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دې غونډې ته وویل چې امریکا، نړیواله ټلواله، افغان حکومت، افغانان، افغان سیاستوال او طالبانو ته په کار دي چې د سولې لپاره جدي کار وکړي او قرباني ورکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل افغان حکومت اوس د ۲۰۰۱ کال حکومت نه دی او طالبانو ته په کار دي چې ښځو او نجونو لپاره چې کوم پرمختګونه شوي هغو ته دوام ورکړي.

ښاغلي پمپیو وویل بریا هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې افغانانو په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي او د امریکا لپاره به بریا هغه وخت وي چې نور پر امریکایانو او نورو متحدینو بریدونه ونه شي. خو د خپلو خلکو د خوندي ساتلو لپاره هر هغه ګام پورته کړي چې اړتیا یې وي.

د تړون مهم ټکي

په تړون کې طالبانو ژمنه کړې ده هغه جنګیالي یې چې له زندانونو څخه ازادیږي، هېڅ ډول ګواښ به نه پېښوي. امریکا به پر طالب مشرانو د لګول شویو بندیزونه بیا ارزوي او د اګست تر ۲۷ پورې به دا بندیزونه ختموي.

د تړون په اساس طالبان باید د مارچ په لسمه بله سه شنبه له افغان لوري سره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي او د دغو مذاکراتو په پیل کېدو سره به ۵۰۰۰ طالبان او ۱۰۰۰ د افغان حکومت سرتېري، ماموران او نور اړوند نیول شوي کسان خوشې کیږي.

د دریو میاشتو په ترڅ کې به د دواړو غاړو ټول بندیان پرېښودل شي.

طالبانو دا ژمنه هم ورکړې ده چې له افغانستان څخه به هېڅ یوه ترهګره ډله امریکا ته ګواښ نه پېښوي. همدغه راز ویل شوي دي چې طالبان به هغو کسانو ته چې امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښونه پېښوي، د پاسپورټ، ویزو او سفر نور امکانات نه برابروي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د دغه تړون په لاسلیک کېدو سره به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار پرانیستل کیږي.

ښاغلي ټرمپ همدغه راز ویلي دي چې طالبان باید له دغه فرصت څخه ګټه واخلي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*