ټرمپ: له افغانستان څخه به خپل پوځونه وباسم

دامریکا جمهور رئیس ټرمپ په یوه اعلامیه کې ویلی چې نن دشنبې  په ورځ د فبروري په ۲۹مه به ېې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې د طالبانوسره دسولې هوکړه لاس لیک کړي او له لاس لیک وروسته به له افغانستان څخه  د امریکایی پوخونو ويستل پېل شي.
دا د ټرمپ دوېم ځل دی چې له افغانستان څخه  دخپلو پوځونو د ويستلو خبره کوي او وايلي دي  چې د مایک پمپیو او طالب مشرانو سره ېې په دوحه کې دسولې هوکړه لاس  شي خپل پوځونه به له افغانستان څخه وباسی.
ټرمپ سره له دې چې له افغانستان څخه  ېې دخپلو پوځونو د ويستلو خبره کوي  خو ورسره ېې دا هم ویلی چې دسولې دهوکړه لیک وروسته به دافغانستان حکومت او طالبان به خپلوژمنوعمل کوی او کله چې ددوې ژمنی عملی بڼه غوره کړی له افغانستان څخه  به دامریکا پوځونه ويستل پېل کړي.

د روسېې دولتی خبري اژانس  اسپوتنیک  ويلي دي  چې ټرمپ په خپلې وينا کې ویلي چې په دوحه کې به ېې د ‌طالبانو سره دسولې هوکړه دهغه دبهرنیوچارو وزیر مایک پمپیو لاس لیک کوي، همدا رنګه د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم ویلی چې له افغانستان څخه  به د بهرنیو پوځونو به اړه د افغانستان حکومت سره یوځای یوه ګډه اعلامیه خپره کړو.
یوشمیر شنوونکي دټرمپ په دې خبرې سره چې له افغانستان څخه  خپل پوځونه وباسی او وایی چې ما په خپل کمپاین کې دامریکا ولس سره له افغانستان څخه  دپوځونو دويستلو ژمنه  کړې وه هغه مې پوره کړه دا کارېې دمخه هم کولای شو خو ټرمپ یوځل بیا دځان دبرياليتوب لپاره له افغانستان څخه  دامریکایی پوځونو دويستلو  خبره کړې

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*