د طالبانو سیاسي دفتر: د اورکم موده نوره هم غځول کيږي

د طالبانو د سیاسي دفتر یوه غړي ویلي چې له امریکا سره په لاسلیکېدونکي تړون کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یادونه شوې او تمه ده چې د اورکم موده نوره هم وغځول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي په تېرو شپږو ورځو کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د طالبانو دې سرچینې ویلي چې د دې هوکړې یوه ماده کې ویل شوي چې له لاسلیک وروسته به په تاوتریخوالي او جګړه کې د پام وړ کموالي رامنځته کیږي.

د دې سرچینې په وینا له دې مطلب دادی چې د تېرې اونۍ په څېر حالت به دوام کوي. د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ د رواني فبروری پر ۲۲ نېټه پيل شوه او تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*