د بېلابېلو هیوادونو استازي او چارواکي قطرته رسيدلي

د بېلابېلو هیوادونو استازي او چارواکي د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي  چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.

د یو پي آی خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د ۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ۵۰ نورو هیوادونو استازي نن په دوحه کې په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

د دې موافقې د لاسلیک لپاره یو اساسي شرط دا و چې د اورکم (د تشدد د کمېدا) اوونۍ بریالۍ شي. پرون (جمعه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامبیو د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خبرو په مهال تایید کړه چې د اورکم اوونۍ په لړ کې تاوو تريخوالى  خورا کم شوی و.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*