د امریکا او طالبانو ترمنځ نن د سولې هوکړه لاسليک کيږي

د ۱۸ میاشتو له خبرو او مذاکراتو وروسته، نن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کېږي چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ختمولو ته به لار پرانیزي.

ټاکل شوې دا تړون د قطر د شیرینتن په مشهور هوټل کې لاسلیک شي.

طالبانو ويلي دي  چې په دغو مراسمو کې د ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي ګډون کوي.

ویل کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به دا تړون لاسلیک کړي، خو تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو ویلي دي که مایک پمپیو تړون لاسلیک کړ، د طالبانو له لوري به ملا برادر لاسليک  کوي، خو که مایک پمپیو نه و، طالبان به هم بل کس معرفي کړي. دا تړون تر هغه وروسته لاسلیک کیږي چې امریکا له طالبانو سره په افغانستان کې د اوو ورځو لپاره په تاوتریخوالي کې د کموالي په راوستو هوکړه وکړه. ټاکل شوې چې د تړون له لاسلیک کولو وروسته به شاوخوا دوو اونیو کې بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*