ایران کې د کرونا له امله د مړو شمېر لوړ شو

 

په ایران کې د کرونا، ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۰ تنو ته رسيدلى. روغتیايي سرچینو ویلي چې دا کسان د ایران په بېلابېلو ښارونو کې مړه شوي دي خو د ایران د عامې روغتیا وزارت ویاندې، کیانوش جهانپور دغه ارقام رد کړي دي. د تهران د روغتیا کمېټې یوې مشرې ناهيد اکرمي ویلي، چې په ایران کې له ۱۰ تر ۱۵ زرو کسان په کرونا، ناروغۍ اخته شوي دي. ایران په لنډمهاله ډول ښوونځي، پوهنتونونه او نور د زده کړو مرکزونه تړلي او ټولې عامه غونډې یې لغوه کړي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*