په شمالي مقدونیې کې ناقانونه کسان نيول شوي

د شمالي مقدونیې د کورنیو چارو وزارت  ويلي دي  ۴۰ کسان چې غوښتل ‌یې له غیر قانوني لارو لوېديځې اروپا ته ولاړ شي، نیولي دي.

شمالي مقدونیې کورنیو چارو وزارت  پر خبره په دغو نيول شويو کډوالو کې ۳۶ تنه ‌یې افغانان او څلور پاکستانیان دي.

د شمالي مقدونیې د کورنیو چارو وزارت زياتوي   دا کسان ‌یې د پلازمېنې سکوپیې د جنوب په نږدې ۹۰ کیلومترۍ کې په یوه لارۍ کې موندلي او د لارۍ ډرېور هم د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوی دی.

پولیس وايي چې ښايي دا کسان د یونان له لارې په غیر قانوني ډول دې هېواد ته ننوتي وي. د شمالي مقدونيې د پولیسو چارواکي وايي چې نیول شوي کسان د شمالي مقدونیې او یونان ترمنځ یوه سرحدي ښارګوټي ته لېږل شوي او له هغه ځایه به بېرته یونان ته ستانه کړای شي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*