د ننګرهار کسبګر اورکم ملاتړ او ددایمي سولې غوښتنه کوي

د ننګرهار کسبګرو او هټیوالو ويلي دي اورکم ملاتړ او ددایمي سولې غوښتنه کوو ځکه د طالبانو نړیوالو او کورنیو ځواکونو ترمنځ د اورکم اوونۍ کې یې کارونه ښه شوي دي.

دوی وايي نړیواله ټولنه دې د سولې مذاکرات مخ ته وړي خو د جګړې ښکېلې خواوې دې د اورکم موده اوږده او دایمي اوربند دې وکړي. په ملي شورا کې د خلکو استازي هم د اورکم ملاتړ او ددایمي سولې غوښتنه کوي. دوی وايي نړیواله ټولنه دې د افغان سولې په تړاو د روانو مذاکراتو هدف په بشپړ ډول افغان سوله وګڼي او د سولې مذاکرات دې د خپلو ګټو قرباني نه کړي. د تاوتریخوالي کموالی یا اور کم داسې مهال د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی، چې له تېرې شنبې ورځې راهیسې هېواد کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو او  طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو اوونۍ پیل شوې او سبا شنبه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیکیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*