د طالبانو او امریکاترمنځ د سولې پر تړون سبا لاسلیک کيږي

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر  ویلي چې ټاکل شوې چې سبا  شااوخوا د ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ځانګړي استازي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک مراسمو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې سبا (شنبه کب ۱۰/فبرورۍ ۲۹) دا تړون د قطر په دوحه کې لاسلیک شي.

د دې تړون لاسلیک به له افغانستان څخه  د امریکايي ځواکونو د وتلو لار برابره کړي او ورپسې به د سولې د بهیر بل پړاو یا بین الافغاني خبرې پيل شي.

تر اوسه دې تړون دقیق جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې مذاکراتو بهیر کې ښکېله سرچینه وايي، ددې تړون له لاسلیک وروسته به د تاوتریخوالي د کمېدو بل پړاو پیل شي او ورسره به په دوو اونیو کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په یوه اروپايي هېواد کې بشپړ چمتوالی ونیول شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین  ویلي  د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون به سبا د فبرورۍ ۲۹ له غرمې وروسته لاسلیک شي.

د ښاغلي شاهین په خبره په دې غونډه کې به د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ځانګړي استازي او نړیوالې ټولنې استازي ګډون وکړي.

شاهین زیاتوي چې ددې تړون په بنسټ به “ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه  ووځي او هېچاته به اجازه ورنه کړل شي چې له افغان خاورې د نورو پروړاندې گټه واخيستل شي.”

وړاندې طالبانو تمه درلوده چې روسیه او چین به ددې تړون ضمانت وکړي، خو په دې مراسمو کې ښکېلې یوې سرچینې ویلي چې د امریکا او طالبانو با صلاحیته استازو څخه پرته به د دریم هېواد استازی د شاهد یا ضامن په توګه په دې تړون لاسلیک ونه کړي.

خو په دې مراسمو کې د سیمه ییزو او د نړۍ د نورو هېوادونو استازو ګډون ددې تړون نړیوال اهمیت څرګندوي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*