دسوريې په ادلب کې هوايي بريد شوى

دسوريې په ادلب کې د سوریې دحکومتي ځواکونو” د هوايي برید له امله  کې  ۲۹ ترکي سرتیري وژل شوي دي

ترکیې د هتای ولایت والي رحیم دوګان ویلي، پېښه په ادلب کې شوې او ډېری سرتیري هملته وژل شوي دي.

ځینې رپوټونه بیا د وژل شویو شمېر لوړ بولي. ترکیه اوس د سوریې د حکومتي ځواکونو په نښه کولو سره دې برید ته غبرګون ښيي.

رپوټونه وايي چې دې هېواد د سوري ځواکونو پر ځینونو هدفونو بریدونه کړي دي.

ترکي ځواکونو پر سوریايي هدفونو له هغې وروسته بریدونه پیل کړي چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره په دې تړاو بېړنۍ غونډه وکړه.

د سوریې ځواکونه چې د روسیې ملاتړ لري، هڅه کوي چې ادلب ښار له هغو وسله والو ونیسي چې د ترکیې ملاتړ لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*