دراز نياز تصوف

ليک : س ، سيرت

١٢ برخه

کله چې مونږ دتصوف يادونه کوو او خواره واره معلومات ئې راټول وو هغه په دې نيت چې دينداره او مخلص بندګان به زمونږ له ليکنو ګټه پورته کړي ځکه هغه څوک چې دالله او دالله درسول حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په احکامو پوره عمل کوي دهغوې لپاره دتصوف ګټور معلومات دلوست لپاره وړاندې شي همدا تصوف دى چې په انسانانو کې پرې دالله دبندګانو دالله ددوستانواو دالله داحکامو پوره منونکى ترى معلوميږي چې دلوى رب العزت په فضل او برکت سره دتصوف دلارى پيروان ورځ په ورځ مخ په زياتدو دي چې نه يواځې پدې پاکه او مقدسه لار کې خپل هر اړخيز عبادات سرته رسوي بلکه هڅې کوي دتصوف دلارى لارويانو دنړۍ په هر کج کې زياتوالى ومومي . هغه کسان چې ريښتنې توګه دالله او دالله درسول داحکامو تابعدار وي هغه په خپلو هڅو سره دعباداتو په زياتوالي دراز نياز دتصوف لوړ مقام ته رسيږي .

ددې لوړ مقام رسيدو په وړاندې داوسني وخت يو شمير دتصوف مخالفينو چې په بيلا بيله جامه کې ئې مخالفت کوي خپلې شومي هڅې يې ګړندۍ کړي دي خو د دې هڅو او مخالفتونو کلونه وشول چې يو ئې هم په خپل هدف کې کاميابي نه دى موندلې بلکه دتصوف دمقدسې طريقې پيروان دالله ريښتې بندګان ورځ په ورځ زياتيږي او دتصوف صفونه يې زياتيږي چې له نيکه مرغه داسلام  دستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له رحلت   وروسته په زرګونو اولياء کرامو ، علماء کرامو صوفيانو ، بزرګانو ، درويشانو او مشايخو خپل فرض ( دتصوف لارښوونى ) سرته رسولې دي چې تر نن ورځې پورې مونږ ترې ګټې پورته کولاى شو .

مونږ دمخه دراز نياز دتصوف دلوړ مقام يادونې کړي دي چې څرنګه يو صوفي لوى رب العزت ته دقربت او معرفت په خپلولو دراز نياز دتصوف لوړ مقام په رسيدو سره ځان نږدى کولى او دالله  ريښتنې بنده ثابتولى شي هغه څوک چې دالله او دالله درسول ص دبشپړې تابعدارۍ په دوام ددين لوړ مقام ته ورسيږي يانې پرهيزګار دينداره ورته وويل شي دهغه ټول ظاهرى او باطني علوم سره برابروي چې ظاهرى علم ته يې شريعت او باطني علم ته يې تصوف ويل کيږي مونږ چې کله دشريعت کلمه يادوو بايد لومړى دشريعت له اصلي مانا څه خبر ووسو چې شريعت دالله پاک دحدوداتو او امرو او نواهيو څخه عبادت دي چې دالله ريښتنې بنده بايد په اوامر او نواهيو پوره باعمله ووسي بيا ئې دژوند ريښتنې لار(تصوف) کاميابي په برخه کيږي دتصوف په لنډې او تفصيلي مانا وي علماء کرامو مونږ ته ښوولې دي چې تصوف دحقيقت ، معرفت او طريقت څخه عبادت وي چې يو صوفي بايد دالله دوامرو او نواهيو عمل او اطاعت وکړى کله چې ديوه انسان ظاهري او باطني علم په عمل سره دتصوف لار خپله کړي دحقيقت او معرفت په موندلو سره دخپل هدف په لورى روان شي ذهني ، جسمي او عقلي وسيلى ئې دشريعت مطابق استعمال شي نو دتصوف لوړ مقام ته درسيدو لاره خپل هدف ترلاسه کولا ىشي .

ځينې مشايخ او علماء کرام فرمايي چې کوم نيک بنده دزړه له اخلاصه او بې ريا دالله عبادت په ريښتنې توګه وکړى دتصوف د طريقې اصول خپل کړى دزړه تصفيه او د نفس تزکيه يقينى کړى دتصوف مقدس مقام ور په برخه کيږي

همدا تصوف چې هدف او مرام ئې الله ته نږديوالى او دالله پاک بې ريا عبادت دى په څو برخو وويشل شوي دى او علمونه ئې بيلا بيل نومونه لري لکه دتصوف علم ، دروحيانيت مقام ، دحقيقت علم ، باطني علم ، دمعرفت علم او لدوني علم چې دلدونى علم يادونه په قرانکريم ئې کې شويده (فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِن لَّدُنَّا عِلْمًا) سورت کهف (٦٥) او هلته هغوى زمونږ له بندګانو څخه يو بنده ومينده چې هغه مونږ په خپل رحمت سر لوړى کړى ؤ او له خپل لوري نه مو يو خاص علم ور برخه کړ .

ځينې خلک دتصوف علم اسانه او دڅو شپو ورځو عبادات بولي چې ظاهري شکل درشريعت برابر کړي له خلکو يوې خواته ژوند اختيار کړي خو دخپل پير داطاعت او درناوي څخه ناخبره وي ځکه خو په ځينو کسانو کې چې ظاهرى شيخ او صوفي معلوميږي روحي اثر په کې بيا نه ليدل کيږي په اصل کې تصوف په روحي اثر سره چې دعباداتو په دوام ئې ترلاسه کړي وي دخپل شيخ يا پير له روحي اثر ترلاسه کولاى شي .

دلته دا يادونه اړينه ده چې پير او مريد دواړه بايد دالله پاک دربار کې په ريښتنې توګه روحي اثر ولري ځکه دتصوف معرفت دخپل ذوق له مخې خپليږي او ذوق هغه وخت ترلاسه کيداى شي په ا نسان کې دعباداتو په دوام روحي اثر پيدا شي روحي تفکر او قلبي حضور دواړه يې برابر وي چې ټول شرعي امور څوک خپل کړي روحي تفکر او قلبي حضور ئې سمون موندلاى شي او چې کله يو عبادت کوونکى دالله په حضور کې په قلبي توګه حضور برابر کړي بيا ورته دراز او نياز دتصوف ليارى ته رسيدل اسان شي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*