افغان حکومت دتماس په نوم يو پلاوى قطر ته ليږلى

افغان حکومت له طالبانو سره  د غونډې په نیت یو شپږ کسیز پلاوی قطر ته استولی دی.  محمد اشرف غني مشر سلاکار فضل محمود فضلي ویلي ، دا د “مقدماتي تماس پلاوی” دی، او ټینګار یې وکړ چې مذاکرات او کومې پرېکړې نه کوي.

په دې پلاوي کې د سولې د وزارت مرستیال عبدالخالق بالاکرزی، د ملي امنیت شورا مرستیال سلیم شاه ابراهیمي، په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر فیض الله ذکي، د عدلیې وزارت مرستیاله مېرمن زکیه عادلي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي مظفري او د محابسو د تنظیم ادارې مشر ښاغلی توتاخېل شامل دي.

فضلي همدا راز وویل چې دا پلاوی د طالبانو په بیا بیا غوښتنه قطر ته استول شوی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  ویلي  چې دا پلاوی د طالبانو لخوا قطر ته نه دی ور غوښتل شوی او دوی به ورسره هېڅ ډول خبرې هم نه کوي.

مجاهد زیاته کړه چې که چېرې دا پلاوی د قطر حکومت یا امریکایانو قطر ته ور غوښتی وي نو جلا خبره ده، خو طالبان ورسره نه ګوري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم  ویلي، چې له افغان حکومت څخه یې داسې کومه غوښتنه نه ده کړې

له افغان پلاوي سره به ونه ګوري.

نوموړي ویلي چې طالبان د سولې په بهیر کې د مخکې توافق شوي چوکاټ له مخې اقدامات کوي. شاهین ویلي چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه لاسلیکیږي، تر هغه وروسته بیا د باورجوړونې پړاوو دى  چې په کې د دواړو لورو بندیان ازادیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*