قطر دامريکا او طالبانو پر کوربتوب خپل نړيوال دريځ لوړ کړى

فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې  قطر د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د ختمولو  لپاره د سولې پروسې په کوربه توب خپل نړیوال دريځ  بېرته راگرځولى  او پورته یې بیولی دی.

دوحه توانېدلې چې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو په کوربه توب له هغو ټولو بنديزونو ځان خلاص کړي چې د خپلو ګاونډیانو لخوا پرې لگول شوي

فرانس پریس خبري اژانس  زياتوي  که د شنبې په ورځ د قطر په کوربه توب د امریکا او طالبانو د سولې تړون لاسلیک شي، نو دا به د دوحې لپاره یوه ستره او دپلوماتیکه لاسته راوړنه وي.

د فرانس پریس خبري اژانس پر خبره  امریکا به د دغه تړون په اساس خپل زرګونه سرتېري له افغانستانه باسي.
د فرانس پریس راپور کاږي چې دا مهال د دوحې یو پرتجمله هوټل کې طالبان د سولې تړون د لاسلیک په انتظار چې یو خوا یې نرمه پیانو هم غږېږي، له ځینو ورغلو میلمنو سره یا په خپلو کې یو تر بله لیدل کېږي.

د فرانس پریس اژانس وايي، دوحې په داسې حالاتو کې د افغان سولې پروسې کوربه توب ته اوږه ورکړه چې قطر له پراخو سیمه ییزو ستونزو سره لاس و ګرېوان و.

په دې لړ کې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، مصر او بحرین له دوه کالو راهیسې له قطر سره خپلې اړیکې شلولې او هوايي تګ راتګ، بندرونه او سرحدونه ټول یې پر مخ تړلي وو، مګر د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني چې د زړو ایتلافتونو د غښتلتیا او د نویو همکاریو د رامنځته کولو لېواله دی، هیله من دی چې د خپلې دپلوماسۍ خواږه به د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو د تړون د لاسلیک په مراسمو کې وڅکي.

د قطر کوچني ټاپو چې له نفتو او ګازو ډکې زرمې لري تر دې وړاندې یې د فوټبال ۲۰۲۲ کال نړیوالو سیالیو کوربه توبه ویاړ هم ترلاسه کړی دی، خو دې ویاړ ورته د سولې د خبرو د کوربه توب هومره اهمیت ور نه کړای شو.

قطر چې له افغانستانه ۱۸۰۰ کېلو متره لرې پروت دی، په ۲۰۱۳ کې یې له امریکا سره د یوې هوکړې له مخې طالبانو ته دفتر پرانیست.

د صوفان تحلیلي مرکز یو څېړونکی ډګروال کلارک د طالبانو او قطر د اړیکو په اړه وايي، که طالبانو د قطر دفتر نه درلودلای هیچا به دغه ډله دومره جدي نه وای نیولې: ((د قطر حکومت د دواړو جوانبو لپاره د اعتماد وړ هیواد دی.))

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د اورکم یا نسبي اوربند اوونۍ روانه ده او په پای کې يې ټاکل شوې چې امریکا له طالبانو سره د سولې تړون وکړي.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ په وینا ټاکل شوې چې له تړون وروسته خپل ۸۶۰۰ سرتېري په افغانستان کې پاتې کړي او نور وباسي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*