
د افغانستان امریکايي پوهنتون پخوانی ښوونکی ټیموټی ویکس چې درې نیم کاله یې د طالبانو په بند کې تېر کړي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق په مراسمو کې ګډون کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼې کې ویلي چې له طالبانو سره تر مودو بندي د امریکایي پوهنتون استرالیایي استاد (ټیموټی ویکس) له امریکا سرهدطالبانو د تړون په مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته ورسید.
د اسټرالیا اصلي اوسېدونکی ۴۸ کلن ټیموټي ویکس او ۶۰ کلن امریکايي کیفن کینګ د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اګسټ په اومه کابل کې د طالبانو له خوا برمته شول.
یادو کسانو کابل کې د امریکايي پوهنتون ښوونکي و چې د څه باندې درې نیم کاله بند وروسته را خوشې شول
څلور میاشتې مخکې طالبانو دغه ښوونکي د خپلو هغو درې مهمو غړو هر یو انس حقاني، مالي خان، او عبدالرشید سره تبادله کړل چې د افغان حکومت په بند کې و. افغانستان سره د ټیموټي ویکس مینه اوس مهال ډېره شوې.
Leave a Reply