
دسعودي د بهرنیو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې سعودي هغو هېوادونو عمره کوونکو ته د وېزې ورکول ځنډولي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت شوې او دغو هېوادونوپر سيلانيا هم ورته گام پورته شوى
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په عمره کوونکو کې د کورونا وېروس د وېرې له امله یې ځینې وقایوي ګامونه اخیستي دي.
په دې گامونو کې د عمره کوونکو لپاره د وېزو ځنډول، د نبوي جومات زیارت کوونکو او د سیلانیانو د وېزو لنډمهالي محدودیتونه هم شامل دي.
سعودي چارواکو د هغو هېوادونو وګړو ته د سیاحت د وېزو ورکول هم ځنډولي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت شوې دي.
سعودي خپلې خاورې ته د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو هېوادونو د وګړو ورتګ هم ځنډولی، چې مخکې به د یوه کارت په مټ دغه هېواد ته تلل او له دې هېواده یې د دغو هېوادونو د وګړو وتل هم ځنډولي دي.
سعودي وايي په خلیجي هېوادونو کې د سعودي مېشت وګړي هم تر محدود وخت پورې سعودي ته نه شي ستنېدلی.
Leave a Reply