د ‎پښتو سندرغاړې ماه جبين قزلباش مړه شوې

د ‎پښتو ژبې نامتو سندرغاړې ماه جبين قزلباش  په پېښور کې د زړه ناروغۍ له امله  د ۶۲ کلنۍ په عمر کې مړه شوې.
‎ماه جبين قزلباش له تېرو دوه مياشتو راهيسې د پېښور په لېډي ريډنګ روغتون کې د زړه د ناروغۍ له امله بستر وه، چې دا ټوله موده يې د کوما په حالت کې تېره کړه او پرون  ماښام د زړه د حملې له امله يې خپل ژوند حق ته وسپاره

ماجبین قزلباش د پیداکیدلو کوټلې نیټ څرګنده نه ده،( ښاغلي جلیل خان وایي: ما جبين په ١٩٥٨ کې پيدا شوې وه. کله چه ما په ايډورډز کې سبق وې دې په فارورډ کښې سبق وې او روزانه به مونږ سره د اشنغرۍ نه په جی ټی ایس بس کښې تله راتله.) ، پلار او مور (قزلباش امدادعلي خان او بیګم حشمت ارا) د ایران نه پېښور ته تللی او هلته میشت شوي وو. ماجبین د پېښور د رسالدار په کوڅه کې زېږېدلې او نوم یې ورته ( ثریا ) کېښودلی وو.
ماه جبین قزلباش د پېښور په فارورډ هايي سکول کې تر نهم ټولګي پورې زدکړې کړي، په پنځه لس کلنۍ کې د حکیم الله خان اورکزي سره یې ژوند شریک کړلو . حکیم الله خان ته به یې ملګرو ایمل خان نوم هم اخیستلو.
ماجبین لا ماشومه وه چې د سندرو سره یې شوق و.بې له سندرو ویلو یې بل کوم شوق نه لرلو.
دنوموړې اولنۍ سندره چې پېښور ریډیو ته یې په ژوندۍ بڼه ویلې وه ،داوه چې

سپینې سپوږمۍ وایه اشنا به چرته وینه ،

ګونګۍ شوې ولې نه وایې حالونه ……
له هغې ورځې تراوسه یې له ۱۲۰۰ نه زیاتې سندرې ویلي او اخري سندره یې د مجیدالله خلیل دا کلام دی چې ( د مینې اور کې ستا د پت کیسه ……. )
ما جبین قزلباش په اوو ژبو سندرې ویلی شوي چې له پښتو نه علاوه ورکې فارسي ، اردو ، هندکو ، سرایکي، سندهي او بلوچي هم شامل دي.
ما جبین قزلباش درې اولادونه لري چې دوه یې زامن او یوه یې لورده

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*