جګړه هم اصول لري

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

د روسيې ملت په هغه مهال کې دافغانستان جګړه سمه نه بلله  دامريکې ملت هم دا نه غواړي .

د پاکستان دکورنيو چارو وزير شيرپاو  چې ويلى يې دي ملت پال په افغانستان کې دطالبانو  پلوي  کوي ده  بشپړه خبره نه ده کړې چې د پاکستان پښتانه ياد کړي داسالمه  خبره هم ده د بشر د حقوقو خبره چيرته ده ؟ جګړه هم اصول لري .

اصلي خبره څوک نه کوي په دغې سيمې کې چين ، روسيه ، ايران او هند هم شته هغوى په ښکاره که امريکې سره هو کوي بيا دملي او سياسي ګټو په برخه کې خپلو ګټو ته ګوري ځمکني سياستونه لري دا چې چاړه پر پښتانه ايښودل شوې ده دوى دا نه وايي دتروريست نوى نوم دى القاعده چې افغانستان او پاکستان کې دي ؟ پښتانه له القاعدې سره خوا خوږي نه لري ځکه دالقاعدې مسايل بېل دي او دپښتنو بېل دا يواځې دشوروي اتحاد ديرغل پر مهال و چې داسلام موضوع مطرحه شوه او هغه اوس نشته که بيا هم مطرحه وي نو يواځې پښتانه مسلمانان نه دي نور مسلمانان ډير دي يو احصائيه دي واخيستل شي چې څومره عام خلک وژل شوي او سرګردانه شوي بيا به څرګند شي چې ډېر څوک ژوبل شوي دي ؟

دکابل بمونو هله زور واخيست چې کرزى جاپان ته ورسيد کوم هېوادونه چې مرسته کوي هغوى امنيت ته ګوري کله چې وګوري يو سلو پنځوس متره له ارګ څخه ليرې امنيت نه وي بيا هغوي ته مرسته کول ګرانه شي .

د وزارتونو دمامورينو ګاډي چې وويشتل شي يا والوځي مامورين ټپيان شي دچا پرې څه مامورين خو هم ډير ناتوانه خلک دي هغوى چې دوه زره افغاني معاش دمياشتې تر پايه رسوي دغه کړاو يې بس دى چې ټپيان شي بيا دهغوى ژوند برباد شي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*