آيا اورکم به به تلپاتې اوربند بدل شي؟

سرليکنه
په افغانستان کې د دريو کالو به بېلابيلو هېوادونوکې ‏دمذاکراتو وروسته چې دامريکا او طالب مشرانو ترمنځ ‏دسولې د رامنځ ته کيدا، مذاکراتو دکاميابېدو اوتلپاتې ‏اوربند ته په نږدې کيدا دتاوتريخوالي د راکمولو يا ‏اورکم اوونۍ پېل شوه د راپوروونو په اساس وروسته ‏به داورکم په بشپړ عمل کولو د امريکا او طالب مشرانو ‏ترمنځ په افغانستان کې دسولې هوکړه لاس ليک کړل ‏شي .‏
دهغو هېوادونوچې پربل هېواد بريد کوي دا قانون وي ‏چې بريد به دشپې په وروستۍ برخه کې کوي چې ‏دمظلوم هېواد، دحکومت ساتونکي او ولس ېې په ‏خواږه خو ب ويده وي دهمغې قانون له مخې چې پر ‏نورو هېوادونو بريدونه کيږي د طالب مشرانوسره ‏امريکا په افغانستان کې د اورکم نېټه نيمه شپه ټاکلې وه ‏چې يوه اوونۍ په دوام لري او په دې موده کې به په ‏جګړه کې ښکيلې خوا يوپربل بريدونه، نه کوي څو د ‏اورکم به په عملي کيدا سره اوربند ته زمينه برابره کړل ‏شي .‏
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ۲۱ فبروري ‏‏ په خپره شوې اعلامیه کې د تاوتریخوالي د کموالي په ‏اړه ویل شوي ووچې امریکايي مرکچیان له طالب ‏استازو سره په دې موده کې په تاوتریخوالي کې د پام ‏وړ او افغانستان شموله کموالي هوکړه کړې ده
له هغې وروسته څو پيښې وشوې چې نه ېې طالب ‏مشرانو پړه ومنله او نه په کابل کې موجوده حکومت ‏دلته د غوراو خوښيو ځاې دادې چې دمخه په کومه ‏مرګانۍ پيښه وشوه دواړو خواؤ به په لوړژغ ذمه واري ‏منله ځنې وخت به ېې دتيرو پيښو غچ هم ياد کړ خو لله ‏الحمد اوس دواړو لورو هغه څه ته غاړه کيښودله کومه ‏چې دافغان بې ګناه ولس ارمان ؤ.‏
داې بيا دکابل ښار په شپږمه ناحيه کې چاودنې شويدي ‏او ٩ تنه پکې ټپيان شويدي طالبان وايي د دوې پورې ‏اړه نه لري که حقيقت ته نظر وکړو طالبانو تل د داډول ‏پيښوپړه پرهغو استخباراتي کړيو وراچولې چې په ګران ‏افغانستان کې ورته امن دمنلو وړنه دى، اوس هم ‏غواړي په يو اوبل نوم اورکم په يوه او بل نوم خداې مه ‏کړه ناکامه کړي .‏
افغان ولس نور دجګړو توان نه لري له پرنګه را واخله ‏تر امريکا پورې پرې ټولو يرغلګرو د ظلم او وحشت ‏چپه مېچنې وګرځولې طالبانو په افغانستان کې جګړه نه ‏ده پېل کړې بلکې امريکايي پوځونه له زرګونو ‏کيلومتره لرې پسې راغلل او د طالبانو دامن او سکون ‏نظام ېې له منځه يووړ اوس هم ټول افغان ولس ته يوه ‏هېله مندې راپيدا شويده چې ګوندې الله مو اورکم په ‏اوربند او اوربند په دايمې سوله بدل کړي .‏
‏ نوره د ې د افغان ولس توبه ( امن ) الله قبوله کړي ‏چې يوځل بيا افغانان دتير په څير په بشپړخپلواکۍ او ‏عزت سره په خپل ښکلي هېواد افغانستان کې په شريکه ‏دخوښيو ګډ ژوند وکړي.‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*