د پښتنو وژل او کډه کول

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

دبي بي سي دچنګاښ دڅوارلسمې خبرو چې ائتلافي او حکومتي عسکرو پنځه ديرش طالبان په هلمند کې ددوى پر وينا چې طالبان هلته پنډ ول هغه يې بمبارد کړي يو شمير خلک يې دطالب پر نوم وژلي او خلک له سيمې کډه شوي .

بيا هغه مهاجرت دي چې دروسانو په ښکيلاک کې و کوم مهاجر چې له ايران اوپاکستان څخه راغلي وه دبېرته تلو په هڅه کې دي څوک نه پوهيږي څومره وژنې تر کله وژنې ؟

دشرم خبره ده چې دومره واړه ځاى کې دومره درانده عمليات د څه لپاره دي هيڅوک دا پوښتنه نه شي کولاى چې خلک خپل کورونه پريږدي ښځې او ماشومان وژل کيږي .

په همدغه حال کې صبغت الله مجددي کندهار کې دپخلاينې لپاره تللى دپخلاينې خبرې هلته کيداى شي چې اور بند وي دانګلستان صدر اعظم وايي دا هلمند ډير خطرناک ځاى دى دا ځاى خو تاسو ليدلى و .

دوى غواړي نور عسکر وليږي درې زره عسکر هلته دي زر نور چې وليږي څلور زره کيږي له کاناډايي او هالنډي عسکرو سره به لس زره راشي بيا وايي چې امريکايي او افغان عسکرو سره لس زره دي خو اټکل کيداى شي چې شل زره وي له ډيرو پر مختلليو وسلو سره په پاکستان کې دوه يم اکثريت وروسته له پنجابه پښتانه دي دپاکستان مسلمان ملت او هغوى پوهيږي پښتانه تر ټولو په اقتصادي بڼه ناتوانه دي دهغوى زړه پرې سوځئ که څه هم دراني پښتانه دطالبانو مخالف دي خو عام پښتانه په هغه پسې نه ګرځئ پښتون يو پښتون په کوم هدف چې جګړه کيږي هغه هدف بويه پا ک او سم وي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*