اشرف غني د امريکا په غوښتنه دخپلې لوړې مراسم وځنډول

ډاکټر اشرف غني د امريکا په ځانگړې غوښتنې دخپلې لوړې مراسم تر ٢ اوونيو پورې ځنډولي دي او  په دې کار امريکا ترې مننه کړې ددې په مقابل کې امريکا پر ډاکټر عبدالله عبدالله غږ کړې چې د موازي حکومت جوړولو هڅې ناقانونه دي

دامريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبر پاڼې کې ويلي دي امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان چې له مخې ولسمشر اشرف غني بریالی اعلان شوی څاري، خو په کار ده چې په دې اړه شته اندېښنې د اساسي قانون او له قانوني لارو هوارې کړل شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې راتلونکی حکومت دې پراخ بنسټه وي، داسې چې د ټولو افغانانو هیلې پر ځای کړي.

په خبرپاڼه کې پر افغان سیاستوالو او د هغوی پر ملاتړو غږ شوی چې “سیاسي بحثونه په ارامۍ او د زور او یا د زور کارولو له ګواښ پرته ترسره شي.” او دوی “باید د اساسي قانون او قانون حاکمیت خلاف د موازي حکومتي بنسټونو د رامنځته کولو په ګډون له ټیکاو ګډوډوونکو کړنو لاس واخلي.”

امریکا وايي اوس د سولې وخت دی، نو “د ټاکنو پر ځای د تلپاتې سولې پر لور ګامونه اخېستل په کار دي چې له طالبانو سره جګړه ختمه کړي او سیاسي حل لار وموندل شي”.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تمه ښودلې ده چې د افغانانو خپلمنځي خبرې په راتلونکې مارچ میاشت کې پيل شي.

په اعلامیه کې ښکیلې خواوې هڅول شوي چې د سولې هڅو کې برخه واخلي او “د سولې لپاره پر یوه ملي اډانه” سره سلا شي، داسې اډانه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت استازولي وکړي چې پر مټ یې د سولې خبرو ته چمتو او مشري یې وکړي.

امریکا وايي د وخت په پام کې نیولو لپاره “افغانانو ته په کار دي چې پر دې مسایلو هوکړه وکړي”.

د اعلامیې په پای کې له افغان حکومته مننه شوې چې د ولسمشر د لوړې مراسم یې وځنډول.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*