لاس انجلس ټایمز: د امریکايي ځواکونو ایستل د ټرمپ او طالبانو ګډه موخه ده

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستل د ډونالډ ټرمپ او طالبانو ګډه موخه ده  لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي، له ۱۹ کلنې جګړې وروسته د شنبې په شپه امریکا او طالبانو په افغانستان کې هغه څه پیل کړل چې د محدود اوربند هڅه او اووه ورځنی د تاوتریخوالي کموالی یې بللی. لاس انجلس ټایمز لیکلي که دغه ازموینه نتیجه ورکړي په پام کې ده د فبرورۍ مياشتې په ۲۹مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یوه هوکړه لاسلیک شي چې هغه به د سولې د بین‌الافغاني پراخو خبرو پیلېدو ته لاره پرانیزي. د ورځپاڼې په وینا طالبان په یوه اوونۍ کې د پراخو عملیاتو د درولو لپاره د خپلې ژمنې د پر ځای کېدو لپاره ښه دلیل لري او هغه دا چې د وړاندیز شوې هوکړې له مخې به امریکا په تدریجي ډول له افغانستان څخه  د خپلو سرتېرو یو پر څلورمه برخه چې اوس ‌یې شمېر شاوخوا ۱۲ زرو ته رسېږي، باسي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*