عبدالجبار شایق: په فراه کې د کرونا دوې مشکوکې پېښې ثبت شوي

د فراه د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالجبار شایق ویلي دي  د فراه  په ولایت کې د کرونا دوې مشکوکې پېښې ثبت شوي دي.د ډاکټر عبدالجبار شایق پر خبره   یاد کسان دا مهال تر قرنطین لاندې دي.
هغه زياته کړې  چې یادو کسانوپه فراه کې د افغانستان او ایران ترمنځ  پرګډې پولې  دوکانداري کوله.
شایق وویل دغه دوه کسان چې د کرونا ویروس علایم په کې لیدل شوي په فراه کې د روغتیايي ټېمونو لخوا تر پېژندلو وروسته قرنطین شوي دي. هغه زیاته کړه چې د یادو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی، خو د ناروغۍ نمونې یې څېړل کیږي.

همدا رازد غور د عامې روغتیا رئیس جمعه ګل یعقوبي هم رسنیو ته تایید کړې ده چې غور ته له قم څخه ورستون شوي کس کې د کرونا نښې  لیدل شوي دي.
نوموړی وایي، د دغه کس د وینې نمونه یې کابل ته د تشخیص لپاره استولې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*