رویټرز خبري اژانس : امریکا غواړي چې داشرف غني د لوړې مراسم وځنډوي

امریکا له اشرف غني څخه غوښتنه کړې چې د لوړې مراسم وځنډوي ځکه د دوی لخوا پیل شوې د سولې پروسه تخریبوي او په دې حساسو ورځو کې داخلي کشمکشونه زیات شوي دي چې دا هرڅه د سولې خبرو ته زیان رسوي. سرچینې رویټرز خبري اژانس  ته ویلي چې د دې اندېښنې له امله، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد، چې له تیرې اونۍ راهیسې په کابل کې دی له ګڼو سیاسیونو سره یې په دې اړه لېدنې کړې دي او هڅه کوي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم وځنډوي. تمه ده چې د راتلونکې شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*