افغانستاد له ايران سره خپله پوله پرانسته

د افغانستان ملي امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې تر دې وړاندې د کرونا ویروس د پراختیا له وېرې له ایران سره هر ډول ځمکنۍ او هوايي تګ راتګ په ټپه درېدلی و، خو اوس امنیت شورا بېرته ددغه تګ راتګ د پیلېدو سپارښتنه کړې ده. امنیت شورا وایي چې مسافر له صحي پلټنو او معایناتو وروسته افغانستان ته ننوتلی شي

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره جوړ شوی کمیسیون وایي، چې له ایران سره په پوله او دغه راز په هوایي ډګر کې له ایران راتلونکي کسان معاینه کېږي او په هر اړخیزه توګه هڅه کوي چې ددغه ویروس د راتګ او پراختیا مخه ونیسي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*