احمد شاه بابا دکندهار مرکزيت ټينګ کړ .

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد
دافغانانو ميشته کيدل په راجستان جهاز پور ، هندوون ، ايټنډا ، اجمير ، دنګان پور او نور هند کې ځاى په ځاى کيدل چې ١٤٨٢ ع کې لودي سلطنت جوړ شو .
داسې ښکاري پښتانه پرته له دې چې کوم خاص هدف ولري له خپلو غرنيو سيمو څخه دهند په لوري خوځيدل مګر يو وخت ددوى دې خبرې ته پام شو چې دهند په لويه ابادۍ کې دوى ډوبيږي نو ځکه احمد شاه بابا دکندهار مرکزيت ټينګ کړ . د هند پښتانه دپيړيو په ژوندانه کې يې خپله ژبه او کلچر له لاسه ورکړ . نو ځکه پښتانه پاتې نه شول دتاريخ له بيان سره سم اوس په هند کې ښايي ترپنځوس ميليونو رسيدلي وي .
پښتون يوازنى قوم دى چې دغلامۍ دوره يې نه ده تيره کړى او دغه قوم دمارکس دپنځه دورو فارموله ماته کړيده دمارکسيستانو په عقيده پښتانه سم فيوډالي دورې ته را تير شوى چې ددغه مطلب ذکر مخکې راغلى دى . مګر کومه ملي موضوع چې دهوتکو او بيا داحمد شاه بابا په دوره کې ليدله کيږي دظلم او تيرى په مقابل کې دپښتنو په مشرۍ دبيلو ، بيلو قومونو يوځاى کيدل دي . کوم چې افغانستان ، ايران او هندوستان کې رامينځ ته شوي وو داسې چې په ايران کې عرب ، زردشتيانو ، کردانو ، امرمنيانو اوسني مذهبو ، بلوڅو ، په هند کې مسلمانانو په شمال کې تاجکيو ، ازبکو ترکمنو او نورو په افغاني لښکرو ااو اداره کې برخه درلوده چې افغاني نظامونه يا دولتونه ترې جوړ شوى ددې خبرې توضيح يا څرګندونه ګرانه ده چې پښتانه بې تعصبه خلک دي داصولو رعايت کول ، ميړانه او ځوانمردي او احمد شاه بابا سلطنت دهر چا دپاره دامن او عدالت مرجع وه . پښتانه په خپلو سيمو کې نورو ته څيب ورکوي او هغوى له دښمنانو ساتي . دمثال په ډول که تاسو يثوې پښتنې سيمې ته لاړ شي ستاسو دسر او مال ساتنه دهماغه قوم پر غاړه ده چې تاسو ورسره اوسيږي . دغه تامين دپښتنې دولت له پلوه هم ورکول کيده چې اوسنۍ نړۍ کې دغه خبره په مشکل سره عملي کيداى شي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*