د افغانستان د روغتیا وزارت:په هرات کې د کورونا يوه پېښه ثابت شوه

د افغانستان د روغتیا وزارت ويلي دي ، په هرات کې د کورونا د درې شکمنو د پېښو څخه یوه یې مثبته ثابته شوې ده. له همدې امله په دې ولایت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کورونا مثبته پېښه موندل کیږي. تېره ورځ رپوټونه ورکړل شوي و چې په هرات ولایت کې درې مشکوکې پېښې موندل شوې وې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*