مونږ چې خپلواکي واخيسته امريکا ويده وه

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

مونږ چې خپلواکي واخيسته امريکا ويده وه له همدې مهاله اروپايان دافغان پر مطالعې اخته شول .
دجان ويلر پر وينا دافغان دماتولو لپاره کمزوري لويدلي منحط افغانان يې وموندل او په خپلو کې يې واچول

له داسې کړو سره يې مخامخ کړو چې دخوشحال خان خبره  ده

که کښېنم ننګ او ناموس ځي
که پاڅم پاڅي توپان
خوشحال خان هم دپښتنو حکيم دى .
څومره چې انګليسان پر شکسپير نازيږي مونږ پر ده وياړو .
ما په ننګ دپښتانه ځوانان قربان کړل
بيا مې غوره غوره جمع ښه ځوانان کړل
ځينې مړه ځينې ژوندي له ما جدا شول
زه جلا په غاړه غرونو په ارمان کړل
سږ خو دا په خوشحال وشو بيا تر کاله
ګوره څه رنګه ښکاره شي دسبحان کړل
په امريکې کې پر هغو چارو هم بحث روان دى کومې ناوا وي چې امريکائي عسکرو په عراق او افغانستان کې کړي دي دغه بحث دى چې دلويديځ مدنيت وحشي بولي .
دا ټولې نيمګړتياوې چې سره يوځاى شي لويديځ مدنيت انساني نه بلل کيږي او بدرنګه مدنيت دى چې افغانان ترې کرکه کوي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*